سبا
سبا به ستا لکه د واورې
سپينه خوله وي که نه؟
سبا به زه تږی د تا د
ديدن يم که نه يم؟
سبا به ستا د تسلۍ ډکه
موسکا وي که نه؟
سبا به زه داسې دلگير او
غمجن يم که نه يم؟
سبا به ته داسې غني د
ښکلا يې که نه يې؟
سبا به زه تاته نيولې لمن
يم که نه يم؟
سبا به ته د ټولو خلکو
اشنا يې که نه يې؟
سبا به زه د ټولو خلکو
دوښمن يم که نه يم ؟
سبا به خدای خبر ما پېژنې
که نه پېژنې؟
سبا به خدای خبر په تا زه
مين يم که نه يم ؟