کـــور
د شعرونو لومړۍ پاڼه
جنگ په کراچۍ وزيرستان کې جنگ دی په پښتنو په پاکستان کې جنگ دی دا په تاوان مين جنگ نه بندوي هر څو که هر څومره تاوان جنگ دی زما د جنگ د جرم څه سزا ده؟ زما خو ځان سره په ځان کې جنگ دی د سر ساتلو د ځای څه امکان دی؟ مونږ نښلولی په ميدان کې جنگ دی يو ځای ممتازه د سړيو جنگ دی بل ځای اخبار کې او بيان کې جنگ دی .
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.