کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي ممتاز  " اورکزي "  شعرونه
 

غزل

منم چې زه يې د جانان له سره ځار هم نه کړم
خو محبت خو زه د بل څه کار و بار هم نه کړم

څومره د ځان څومره په ځان دي پدې ښار کې خلک
خپلول پرېږده لا تر اوسه چا ازار هم نه کړم

ډېر تومتونه د يارانو به رښتيا شي په ما
ټوکه به وشي هغه يو سړی که يار هم نه کړم

لرې خبره ده مرگ ، زه درنه پدې شرمېږم
چې ستا ظالمې جدايۍ چېرته بيمار هم نه کړم

ممتاز له غره نه هم راکوز کړمه سر زوريه وخته
اوتر اوتر گرځم بلد دې په بازار هم نه کړم .

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.