کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي ممتاز  " اورکزي "  شعرونه
 

غزل


که ددې تت غــونــدې امېــد مسیحایي هــم نه وای
دازخمي شـــپه دمـایـوسـۍ به ســـبایي هــم نه وای

ډېر څه مې نشــته پـه نصیب کې شــــکایت نه کوم
ارمـان چې یـــو پکې له تانه جـــدایي هــــم نه وای

ښه شوه چې مینه یې دارو کړه د بېـــمار ژونــــدانه
ددې مـــرض کېـدای شي بلـه دوایي هــــم نه وای

لکــه ډیــــوه دې بلــــوم د زړه د کــــور یــو تاخ کې
زه خو به مړ وم که دا دومــره رڼایي هم نه وای

ممــتازه مابه په رښتـیا و خپـــل شـناخـت بایللی
چې سـوداګروکې مې کوروای سودایي هم نه وای.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.