کـــور
د شعرونو لومړۍ پاڼه
غزل دا مشغولا هم لرې که نه لرې؟ وايه د چا غم لرې که نه لرې؟ وخو دې خوړم لړم لړم سترگو جانه اوس يې دم لرې کنه لرې؟ زړه بولې د خدای کور خو رښتيا وايه لا پکې صنم لرې کنه لرې؟ هاړ د بېوسۍ دی پکې ودې سوم ژونده بل موسم لرې کنه لرې؟ زړه د مينې ډک ممتازه څوک گوري؟ جېب گوري درهم لرې کنه لرې؟
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.