د الفت ليک
ښاغلې فرند(۱)
د روزګار مسئول مدير صاحب!
هـغه وخت چه ښاغلي مجروح صاحب(۲)
په متحده عربي جمهوريت(۳)
کـــښې د افغانســــتان سفــــير و، ما ته يې د ادبي سوغات په
توګه خپل يو شعر را واستاوه چه د رحمان بابا د دې شــعر په
پيروئ ليکل شوې و:
ډير عـمر مـې
تير کـړ بېهوده په زمانه
نور دې زما سر
وي او د ترکو آستانه
دا شـــــــعر چه ما ته
ورســـيده، ما هــــــم پــــه دغـــه وزن او قافـــيه
يــــــــو شـــــــعر ولـــــــــيکه او هــــــــــــــغه ته
مې وليږه.
کله چه حمزه صاحب، د غزل استاد، کابل ته راغې او دا دوه شعرونه
يــې ولـيدل، هـــغه هم يو شـعر ولـيکه او په دغه مشاعـره کـې
يــې برخه واخســـــته. وړم کال (۴)
چه د پيښــورمشهور شاعــران او ليکونکي د افغانســتان د
اســـــتقلال جشــن تـه راغلل او د بيرته تګ په وخت کښې يې د
خـــدای پامانئ دپاره په کابل کښې زما کور ته تشريف راوړ، دا
شعرونه هلته ولوســتل شوه او ښاغلي اجمــــل، مهــدي او
قلنـــدر وعده وکړه چه په دې مشاعره کښې به ګډون وکړي او خپل
شعرونه به را واستوي. ښايي چه د هــغه ځای مصروفيتونو دا وعده
هيره کړې وي ځکه د هغو اشعار را ونه رســـيدل.
دا څو شعرونه چه ما سره دي، د روزګار جريدې ته د نشر دپاره در
استوم. ګوندې د ادبي ذوق خاوندانو ته مقبول واقع شي.
په احترام
الفت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونې:
۱
– محمد يوسف فـــــرند چه اصلاً د سره رود د شمسه پورو څخه دۍ.
لوړ تحصيلات لري په دغه وخت کې يې د روزګار اوه نيزه بې طرفه
جريده چلوله.
۲
– ښاغــــــلې مــحترم ســـيدشـــمس الدين مجــــــروح د
پښــتو او دري دانشمند شاعر او ليکوال
۳
– مصر
۴
–
۱۳۴۸ هـ ش کال
 |