دوه درې خبرې
۱
– له نن څخه شپاړس کاله د مخه، ما پر دې ( ادبي
سوغات ) لنــــــــــډه ســــــريزه وليکله. د
افغانســــــــــتان د ليکوالو ټــــولنې ته مې وړاندې کړه.
ټولنې فيصـــــله وکــــړه چې د ( ژوندون ) مجلې د هـديې په
توګه دې چاپ شي مجـــموعه دولتي مطبعـې ته ولاړه مګـــر ډير
افسوس چې د مجـــلې يا انجمن د ځينو کارمـــندانو د ســـبوتاژ
لامـله د انجــمن رســمي فيصله عـمـلـي نه شـوه. په داســې
حـــال کښې چې زه پخــپله د هــمدغې ټولــنې د رياست لومړی
مرستيال او منشي هم وم ....................
۲
- له نن څخه اوه کاله د مخه، د
۱۳۷۳
هـجري شمسي کال د جدي په
۲۷
، زه په پيښور کې وم. د بي بي سي د ډرامو
دفتر ته ورغلم چه افغاني ليکوال شاعران ياران دوستان وګورم. د
پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي پخوانی اســتاد ښاغلی عبدالخالق
رشــــيد، چه نوی مهاجر شوی و، هم هلته کار کاوه. ما سره يې (
ادبي سوغات) وليد، خوښ يې شو، له ما څخه يې واخست، ويل يې: زه
دا چاپوم. ما ترې فوتوکاپي واخســته. راغلم. بيا اوړی کابل ته
ولاړم. هلته خبر شوم چه اســتاد رشـــيد کابل ته راغلی او بيا
هندوســـتان ته ځي. د ډيلي د جواهرلعل نــهرو په نامه د
پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو استاذ شوی دی. هغه ما ونه ليدی
شو او ولاړ. تر اوسه يې کوم خط خبر نه دی راغلی او لا نه
پوهـــيږم چه مجموعه يې ورکه کړې؟ ساتلې؟ او که چاپ کړې ده.
۳
- د ۱۳۸۰
هـ ش دحوت په ۲ـ۵
ورځو کښې، د ۱۴۲۲
هـ ق د لوی اختر ورځې وې، زورور بارانونه وريدل، ما په کور کښې
په خپلو زړو کاغذونو ګوتې وهلې هغه فوتوکاپي مې ترلاس شوه،
ډيره تته وه او د لوستلو نه وه ما له ســــره وليکله او د
چاپولو په فکرکښې يــې شــــــوم.
پرون، ښاغلي مـــــــيرويس الفـت ته مې دا کيسه وکړه هغه په
ورين تندي وويل: "بې غمه اوسه!".
- ښايـــې چه ګران لوستونکي، ددې لنډ داستان په نتيجه کښې، دې
ته هم رســيدلي وي چې دلته ديوکوچني اثر چاپول څومره ستونزې
لري؟ اوددې له مخه مونږ د تاريخ په کوم کولتوري معيار کې واقع
يو؟
فاعتبروايااولی الالباب
خدمتګار بختانی
بختان کلی – د
۱۳۸۰
دحوت شلمه
 |