کـــــور ( دهېواد لمړۍ پاڼه)
  د "هېواد" کتابتون
  د "هېواد" وړانديز
  د کتاب مخ
  دمجموعې پيژندنه
  اهـــــــــــــــــــــــداء
  د الفت اکاډمۍ تبصره
  دوه درې خبرې
  ادبي سوغات
  دالفت ليـــــــک
  بېهــــــــود عمر
  پښــــــــــــــېمانه
  رندانه نظــــــــــر
  غـــــــــــــــــــــــــــزل
  تشـــــه تــــــــرانه
  زړګــــــــــــــــيه
  اب و دانـــــــــــه
  زما تـــــــــــــرانه
  د جېلخانې خوب
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
  د کــــــــــــتاب پای
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

Click here to view this book in pdf formate
it requires that you have installed acrobat reader on your computer

دجېلخانې خوب

 خــــوب وينــــم عــــــــالــــــــمــــه! کــــه يــــې څــــوک راکــــــــړي مــــانــــه(۱)

پـــــروت يــــم ســــــــر مــــې ايــــښــــې د خــــــــپــــل يــــار پــــه زنــــګانــــه

 

خــــوب ويــــنــــم چــــه پــــورتــــه پــــه هـــــــــوا لــــکــــه د بــــاز شــــومــــه

کــښــــېــنــاســــتــم پــــه بـــام د محــــمود ســــترګــــې د ايـــاز شــــومــــه

پــــورتــــه د خــــامــــوش زړګــــي نــــه خــــوږ د ميــــنې ســــاز شــــــومــه

خـــــــــرڅــــــــــه مــــــې پـــــــه حـــــــــــورو کــــــــــــــــړه د ډمـــــــــو زمـــــانـــه

 

خــــوب ويــــنــــم چــــه ناســــت يــــم د جـــــيندي(۲) پــــــه يـــــخـــه غـــــاړه

شـــــاه مـــې ســـــــــــويــــلــــو کـــښـــې لـــکـــــه ســــــــره شـــمــــعــــه ولاړه

ســــرې شــــونــــډي مــــوســــکــــئ شــــوه مــــاتـی(۳) وې چــــه ژاړه ژاړه!

څــــــــکــــــــه دې د زړه ويــــــــنــــې دا شــــــــــــــــراب دي مــــســـــتــــانــــه

 

خــــــــوب ويــــــــنــــم چــــــــه بــــاغ دی د ګلــــــــونــــــــو او مـــــاښــــام دی

ســــرې ســــترګــــې ســــاقي دســــاقي ســــرو ګــــوتــــو کښې جــــام دی

لاس پــــه ســــيتار پــــروت لــــېـــــونــــی مــــســــت لـــــکــــه خـــــيام دی

اړئ(۴) پــــــــــــــرې نـــــــــــــرئ نــــــــــــــرئ د مــــــيــــــنــــــې افــــــســــــانــــــه

 

خـــــوب ويـــــنـــــم چـــــه ســـــپينه ســـــپوږمۍ پاس پـــه خـــــندا راغلله

مـــــالـــــه مـــــحبـــــوبـــــا پـــــه شــــــــرم شــــــــــرم تـــــر خـــــوا راغـــــللـــــه

شـــــونـــــډو کـــــښـــــې شــــــراب او پـــــه کـــــوکــــئ کښې قضا راغلله

ســـــــور خــــــمــــــار يـــــــې راکـــــــړ پـــــيـــــــمانــــــه پـــــه پـــــيــــــمانــــــه

 

خـــــوب ويـــــنـــــم چـــــه پـــــټ شــــــوم پـــــه نســــــيم کښې بهـــــر لاړمه

خــــــوا لـــــــه دجـــــــانـــــــان لـــــــکـــــه د مــــــيــــــنـــــې نـــــظــــــر لاړمـــــه

ســــــترګــــــــــو د دلـــــدار لـــــه لـــــکـــــه خـــــوب د ســـــحـــــر(۵) لاړمـــــه

يـــــو شـــــرنـــــګ کـــــښـــې مـــــې لـــــوټ کـــــړه د غـــــمـــــونو خـــــزانه

 

خـــــوب ويـــــنـــــم چـــــه زه لـــــکـــــه لـــــولـــــکـــــه پـــــه ســـــيل ووتـــــم

پـــــورتـــــه د نـــــرګـــــس نـــــه شـــــوم پـــــه خـــــوا د رامــــــــبيل ووتـــــم

تـــــاو د ســـــپـــــيــــــنـــــې غــــــاړې د لـــــيــــلا پـــــــه امـــــــــــيل ووتـــــم

پـــــټ مـــــې ورتــــــه ووې ســــــــــــــــــــــــلامـــــــــــــــونه جـــــــانـــــــانــــــــه

 

خــــــوب ويـــــنـــــم چــــــه پــــورتـــــه لـــــکه چيـــــغه د منصـــــــور شومه

يـــــا يــــــو مـــــوټـــــې خـــــاوره وم يـــــا لـــــوی دريـــــاب د نـــــور شومه

خـــــو بـــــانـــــګ د ســـــحـــــر وشــــــو زه را ويـښ شوم کر و کور شومه

خــــــــــــوب يــــــــــــوړل خـــــــوبـــــونـــــه را ژونــــــدئ شــــــوه زمــــــانــــــه

وې: پـــــــريـــــــــوزه لـــــــــــــــېــــونيـــــــــــــــه! تـــــــېروه دې جېـــــلخانه! (۶)

 

عبدالغني خان

حيدراباد جيل ۱۹۴۸ م

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونې:

 (۱)                مانه مانا، معنا، معنی زما په ماخذ کښې معنی

(۲)                جيندي د هشنغر د مينځ هغه سيند دی چه ددې علاقې اته واړه کلي يې په غاړه پراته دي.

(۳)             تی ته يې.

(۴)                اړئ اړوي.

(۵)                زما په ماخذ کښې صحرا

(۶)                د شعر ماخذ د غني خان کليات، کابل، ۱۳۶۴ هـ  ش، ۱۹۸۵ م – ۴۷۳ م مخ

 

دا شعر د (ادبي سوغات) د مشاعرې نه د مخه ويل شوی دی په وزن او قافيه کښې د رحمان بابا د شعر پيروي پکښې شوې ده، مګر په لږ توپير. داسې چه د رحمان بابا شعر د غزل په فورم کښې دی او د غني خان شعر چهاربيته ده. په پيرويو، اقتفاګانو او مشاعرو کښې دا کار جايز دود دی، نو ځکه مونږ دلته را واخيست.

 

                      دا چهاربيته د لرې او برې پښتونخوا په خپرونو کښې بيا بيا خپره شوې او سندرغاړو هم بيا بيا اورولې ده.

 

 

د پاڼې سر ته

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. د هر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي