زمـــا
تـــــرانـــــه
نــه تيـــــــــــــــــــــروم
عـــــــــــــــــــــــــمر
بـيــــــــــــــــــــــــــهوده پـــــه زمــــــانــه
نـــه کـــــــــــــــــومـــــــه زه د
لـــــــــــــــــيـــونــــــــو غـــــــــــــونـــدې
کـــانـــــــــه
درومـــه نـــامـــــراده ســــــاقــــــي وچـــــــــې
شـــــــــــونـــډې ښــــــه يــمــــه
مـــــــه ښــــــــــــــــوروه مــــــــــاتــــه
کــــــــــــــــــوزړۍ او پـــــــــــــيــــمــــانــــه
زه چــــــــه لا د څښـــــــــــــــلو ګـــــــــــــــوټ
اوبــــــــه ګـــــــــړي کې نه لــــرم
شــــم پــــــــه کــــــــــومـــــــــو
ســــــــــــترګـــــــــــو بـــه ديــــــره پـه
ميــــخانـه
بـــــــې د يـــــــار د وروځـــــــــــو لــــه
مــــــــحــرابــــه بــــه هيــــــــــــڅـکلـــــه
هســــــک ســـــــر ښـــــــکـتــــه نــــه کــــــړمــــه
پــــه بلــــه اســــــــــــــــتانــــه
نـن چــــه د هــــوښــــيارو ګــــريــــوانــــونــــه
ريــــتــــې پــــيــــتــې شـــــول
پــــــــــوه پــــــه دغــــــه راز و لــــــه
پــــــخــــــــــوا نــــــه ديــــــــــــــــــوانــــــه
زه بــــــه زمــــــانــــــې ســــــــتا د ســــــيـــلاب
لــــــوری بــــــدل کــــــړمــــــه
مــــــا تــــــه هــــــم پـــښــــــــــتـــون وايــــــي
کــــــه تــــــه يــــــې زمـــــــانــــــه
څــــــو چــــــه ددې خــــــپــلــې پــــــنــجــــــرې
هــر څــــه ګـډ او وډ نه کــړم
وبـــــــه نـــــــه خـــــــــــــــــــــورم
نـــــــــــــــوره د ژونـــــــــــــدون آب و دانــــــــه
زه بــــــه يــــــې د خـــــــپــــــلو ارادو نــــــه
نــــــظــــــرمــــــاتــــــی کــــــــــــــړم
څــــــه کــــــه اوس د چــــــا ســــــــــــر وتـــــه زه
شـــــــــــــــــــــوم نــــــذرانــــــه
ســـــتا پــــــه بـــــاده مســـــت نـــــه يـــــم
ســــــاقـــــي! نـــــه دې منت وړمـه
زه يــــــم د ازل پــــــــــــــه مــــــــــــــيو
هـــــــــــــــــســــې مـــســـــــــــــــــــتانــــــه
مــــــاصــــــياده! ســــــــــــتادټـــګــــــئ
لـــــــومـــې ښــــــې لــــــيدلــــــي دي
ځـــــــــه! بـــــــــل خــــــــــــوا اوار
کــــــــــــړه د فــــــــــــريب دام و دانـــــــــــــه
زه قـــفــــــس د مــــــيـنـــې کــــــه په ســــــاز
نــــــور ســــــوزوی نــــــه شــــم
خــــــــاورې او ايــــــــرې بــــــه
کـــــــــــــــړمــــــه خــــــــپله
اشــــــــــــــــيانــــــه
نـــوک او ورئ بــــــه بــــيــــــلې څــــــنګه څــــــوک د
يـو وجــــــود کاندي
څــــــومــــــره ښــــــــــــه پــــــه ځــــــــــــای ده
دا خــــــــــــبره امــــــــــــيانــــــه(۱)
هــــــرڅــــــوک بــــــدلــــــولــــــې پــــــه
تدبيــــــر ســــــره تقــــدير شي خپل
څـــــوک چــــــــــــه وايــــــي نــــــه! ده
يـــــــــــوه خــــــــوشــــــې بــــــهـــــانـــــه
زه پـــــه زړه د عـــــمـــــر
(۲)
ډيــــــــــر داغــــــــــونـــــه اتشــــــــــــين
لــــــــــــرم
څـــــه بـــــه کـــــړم خــــــــــــــندا خـــــمـــــاري
ســـــــــــترګـــــې جـــــانـــــانـــــه
څــــــنګه بـــــــــه د مـــــــــخ رڼـــــــــا
پـــــــــه زلـــــــــفو رانــــــه پـــــټه کــــــړي
زه پـــــــه دغــــــــــه فـــــــــن کښــــــــــې
يــــــــم اســـــــــتاد د پـــــــــروانـــــــــه
ډيــــــــــره تــــــــــرې ښــــــــــوروا د
خــــــــــپلو مـــــــــټو په محنت ښـــــه ده
زار خــــــــــوړلــــــــــی ښــــــــــه دی نــــــــــه د
نــــــــــورو پســــــــــمـــانــــــــــه
زه چــــــــــه د خــــــــــپـــــل فــــــــــکـــــر
پــــــــــه ازادو وزرو الـــــــــــــــــــوزم
مــــــــــا شــــــــــکـــــولــــــــــې
وخــــــــــتـــــه دا د تــــــــــمــــــــــې
زولانــــــــــه
مـــــــا تـــــه کــــــه "مــــــرګ" وايــــې هـــــم
پــــه نـــــره ژبـــــه يــــې ووايــــه
خــــــــدايــــــــږو کــــــــه مــــې خــــوښ شــــي دا
خــــويــــونــــه زنــــانــــه(۳)
کلـــــــــه څــــــــوک د دار پــــه ســــــــر د
حــــــــــــق نــــاره کــــولــــې شــــي
خــــــــــوښ مـــــــــــې د مـــــنصــــــور دغــــــــــه
صفت شـــــــو مــــــــــردانه
زه دعشـــــــــــق پـــــــــه لاره کښـــــــــې
لــــــــــه خــــــــــپله ســــــره تـير يمه
پـــــوچ پـــــروا مـــــې نشـــــــــته دی پـــــه
خــــــــــيل او خـــــــــيلخـــانــــه
تـــــا کـــــه د خـــــپل مــــــلک(۴)
د
خــــــزانو ســـــحر مات کــــــــــړې وای
وه بـــــــــه پــــــــــه قــــــــدم قـــــــدم کښــــــې
ګــــــنــــــج او خــــــــــــــزانــــــه
زه مـــــجـــــــنون د قــــــــــام او د وطـــــــن
يــــــــم د لـــــــــــــــيلا نــــــــه يــم
کــــــړم بــــــــه پــــــــه جـــــــــــــنت
بــــــــــــــــدلــــه دغــــــــــــــه
ويـــــــــــــــرانه
راشــــــــه! پـــــــه خـــــــــير راغلې! ښــــــــه
چــــه مل د لـــــيونو شـــــــولې
دلـــــته مـــــونـــــږ کښــــــې نشــــــته څــــــوک د
مــــــينې بېــــــــــــــــګانه
پــــــورتــــــه شـــــــه! اوچــــــت شــــــه! پــــــه
هـــــمت د کهکشان په لـور
مـــــه لـــــټــــــوه خـــــاوره کـــــــښــــــې د
ســــــــــــــتورو نښــــــــــــانـــــــــــه
جــــوړ بــــه د اســـــمان ســــپوږمۍ امـــــيل ورنــــه د
غـــــاړې کـــــــړي
څــــــوک کـــــه ورتــــــه يـــــــوســــــــي
زمـــــــــــا دغـــــــــــــــه تــــــــرانـــــــه
نصــــــرالله
حــــافظ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يـــادونـــــې:
د شعر ماخذ: نصـــــرالله حـــــــافظ، د شمشــــــــاد له
هسکې څوکې، کابل،
۱۳۶۲
هـ ش،
۸۶/۹
مخونه.
په دې ماخذ کښې تر عنوان وروسته ليکل شوي دي: "دا شعر مې د
رحمان بابا د يو مشهور شعر په اقتفا ليکلې دې چه وايي
ډير عمر مې تير کړ بيهوده
په زمانه
نور دې زما سر وي او د ترکو استانه
ما يو وخت له حافظ صيب نه
پوښتنه کړې وه چه ايا هغه د رحمان بابا د دې شعر پيروي کړې ده؟
هغه راته ويلي وو چه "هو! ما د مجروح صاحب او الفت صاحب د
شعرونو د اوريدو نه وروسته په دې لړ کښې شعر ليکلې او هغه وخت
ما دغه شعر د " زيري" جريدې ته ورکړ او هلته چاپ شو. او د"
شمساد له هسکې څوکې" په مجموعه کښې هم شته".
کله چې ما د زيري د
۱۳۵۱
هـ ش کال د کليکسيون د ميزان د
۲۶
مې نيټې په
۳۱
مه ګڼه کښې دغه قصيده وموندله نو دواړه مې سره پرتله کړه او دا
توپيرونه پکښې څرګند شو.
(۱)
دې بيت پسې په زيري کښې دا بيت هم شته
خدايږو که به رپ قدرې له ځايه څخه ووهي
دا مــړ اس کــه ووهــې هــر څــو پــه تــازيــانـه
(۲)
په زيري کښې: د هجر
(۳)
په زيري کښې:
طفلانه
(۴)
په زيري کښې: (دخپل ملک) پرځای (دوطن) او په دوهمه مصرع کښې د
(وه به په قدم قدم.....) پر ځای (اوس به د قدم قدم.....)

|