د رحمان بابا په
اقتفا
دالفت صاحب په مننه
تشــــه
تـــــرانه
چـــاتــه چــه
کعـــــــــــــبه وي دســـــــــــــــــــتانــه او
اســـانـــــه
مــه غــــواړئ هغــــــــــــــو ځنـــــــــې
خـــــــــــــبرې رنـــــدانـــــه
ژبــه چـه شــي غـــــــــوړه پـه اغــا! بلــــــې! صــاحب
بـانـدې
نه شــــي چـــلـــــــــــيدی بيـــــا په رښــــــــــتيا
صــــادقــــــانه
غــــــــله زمــــــــونــږ د مــــال و د نامـــــــوس او د
ابرو دلته
غــــــــــــــــــواړي عـــــــزتـــــونـــه مــــونــږ
نـــه هـم احــــــمقانه
نـــس ډکـــــوي دلــــــته مــــګر زړه يــې
امــريکـــــــــې وړی
خـــــــــدايه! لــه وطــــــنه هيڅــــــوک مه کــــــړې
بيـــــــګانه
څــــــــو پـــورې به نورو لـــــره ګـــــورو او پسخيږو
مونږ؟
راشــــــــــئ چــــــــه ودانـه کــــــــــړو دا
خـــــــــــپله ويـــــــرانه
دې ماړه هــيواد کښې به تر څــو پورې مــونږ وږي يـــو؟
وباســـئ د غــــــلو لـــــــه جـــــــيبه پټــــه
خــــــــــــــــــــــــــزانه
خــــلک مـــــــــو په کلــــيو کښې ړنديږي د شــړمبو پسې
غــواړي څـــــــوک په کــــــومـــو ســـــــــــترګو ډکـه
پيـمانه
عصـــر د ســپوږمئ کښې لا سـپوږمئ مې په کـيږدئ ده
دا يـــــو حـــــقـــــيــــقــــت دی نــــه چــــه هســـې
افـــــــــسانه
نـــه کـــــيږي هــيــچــېرې په يو ګل پســـــــرلې نه کيږي(۱)
راشـــــــئ چـــــه کــــــړو جــــوړه لـــه وطـــن نـه
ګلــــــــــخانه
پــــير د زمــــانې کښې څــه تـــوندي پــه تــــونـدئ راولـه
عمـــــر ضــــــايع مــــه کــــــړه بيـــــــــهوده
پــــــه زمــــــانــــــه
مينه غـواړي، درد غواړي، عمل غواړي، ايثار غواړي
نـه شــي جــــــــــــــوړيــدی وطــــــــــــــــن پــه
تشــــه تـــــرانـــه
مينه غواړي، کار غواړي، کالي غواړي، ډوډئ غواړي
دا ده د اولــــــــــــــــــــس د
ارمــــــــــــانـــــــدونــــه نشــــــــانـــه
زر او ســل خـــبرې ســــر يـــې يـو: دا خلک کار غواړي(۲)
خـــــو – جــــــــــوړه لـــه ســـــرکار شـــــوه د خـــبرو
کارخـانه
څــــوک چــــه وي کاهــــل نو دا ملت بـــه هـم جــاهــل ګڼي
"ديـــــــــــــوانـه بـه ده خـــــــــــــندد و ده بـــــه
ديــــــــــــــوانـــه"
څــــوچــــه خــلک مست شـــي د وطــــــن په محبت باندې
ولـــــيکه شــــــــعرونــه
بخـــــــــــــــــــــــــــــــتانيه! مســــــــتانه
عــــبدالله
بخـــــــــتانی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونې:
(۱)
– په يو ګل نه پسرلی کيږي. (پښتو
متل)
(۲)
– سل خبرې سر يې يو ....... (پښتو
متل)

|