کـــــور ( دهېواد لمړۍ پاڼه)
  د "هېواد" کتابتون
  د "هېواد" وړانديز
  د کتاب مخ
  دمجموعې پيژندنه
  اهـــــــــــــــــــــــداء
  د الفت اکاډمۍ تبصره
  دوه درې خبرې
  ادبي سوغات
  دالفت ليـــــــک
  بېهــــــــود عمر
  پښــــــــــــــېمانه
  رندانه نظــــــــــر
  غـــــــــــــــــــــــــــزل
  تشـــــه تــــــــرانه
  زړګــــــــــــــــيه
  اب و دانـــــــــــه
  زما تـــــــــــــرانه
  د جېلخانې خوب
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
  د کــــــــــــتاب پای
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

Click here to view this book in pdf formate
it requires that you have installed acrobat reader on your computer

غــــــــــــــــــزل(۱)

ولــيـــکه قــلـــــــــمه! يــو غــــــزل ښـــــــــــه جــــــــــــــانانه
پــــريـــــږده چــــه ويــــــيــږي دا دوه ژبــــــــې زمــــــــــانـه
ميــنــه د زلــفــانــو بـې له خاله (پښــــــــــــيماني)
(۲)شي
نــه ورتــلــه (تـــش دام)
(۳) تــه وي چــه نــه لــــــري دانــه
پــورتــه شــه بيــان په افــســانه کښې حـقـيـقـت کـــــړه!
بــيــا لــه حـقـيـقـت نـه راښـــکاره کــــــــړه افــســـــــــــانه
چــيــرته جــمــيــعــت چه پــريشـــانـــــي دې ده په برخه
ښـــکلــــــيــه جــــــــوړوم دې د کــمــڅــــــــــيــو بــهــانــه
خــوی چــه د ســاقي مې دريابي غــوندې ښــکاريږي
نــن مــې جــــــــوړ پــه کار شــوه لــغــزشــونــه مســتانه
تــا چــه کــړه را وړانــدې مــا په نه زړه ورته لاس کړو
لاړه ســاقــي لاړه پــه دې مـــــــــنــځ کــښــې پــيــمـــانــه
حســن هـغـه يـو دی چـه پـه هـر محــل کښې ښــکاري
ځــان چــه غـــورځــوي پــه هـــره شــمــعــه پــــــــــروانــه
يــا خــو دا خــپــل غـږ راته پردې غوندي ښــکاريږي
يــا مــې جــــــــــــنــون وکـــــــــړه ابــتــدا پــه ويـــــــرانــه
شــيخه ! د رښــتيا ويــل په خــوند به هــــــله پوه شې
ســتا چــه د حمــــــــــــــــزه غوندې مشرب شي رندانه
 

امير حمزه شينواری
 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونې:
(۱) – په روزګار کښې ددې شعر د عنوان پر ځای: "بې عنوانی" عنوان شوی او زه نه پوهيږم چه دا به چا کړی وي؟ خو دومره پوهيږم چه د پښتونخوا شاعران غزل ته عنوان نه ورکوی او که ورکړي نو بيا (غزل) ليکي. نو ځکه ما د (بی عنوانی) پر ځای (غزل) عنوان کړ.

(۲) – د ښاغلي مجروح د شعر عنوان (پښيمانه) ته اشاره ده.

(۳) – د روزګار د جريدې د ليکنې له مخه او د الفت صاحت د شعر عنوان (تش دام) و، مګر اوسنې عنوان يې (رندانه نظر) دی، او د حمزه صاحب لومړني عنوان ته ده.
 

د پاڼې سر ته

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. د هر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي