کـــــور ( دهېواد لمړۍ پاڼه)
  د "هېواد" کتابتون
  د "هېواد" وړانديز
  د کتاب مخ
  دمجموعې پيژندنه
  اهـــــــــــــــــــــــداء
  د الفت اکاډمۍ تبصره
  دوه درې خبرې
  ادبي سوغات
  دالفت ليـــــــک
  بېهــــــــود عمر
  پښــــــــــــــېمانه
  رندانه نظــــــــــر
  غـــــــــــــــــــــــــــزل
  تشـــــه تــــــــرانه
  زړګــــــــــــــــيه
  اب و دانـــــــــــه
  زما تـــــــــــــرانه
  د جېلخانې خوب
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
  د کــــــــــــتاب پای
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

Click here to view this book in pdf formate
it requires that you have installed acrobat reader on your computer

رنــدانــه نظــر(۱)
هــــــــــر څـه بـل راز وينـــــــــــم بيـا نظــــر شـــــو رنــــــــــدانـــــه
و مــــــې لـــــــــــيده تشــــــــه دا د عــــــــــــــــــــــقل پيـــــــــــمانه
ناوري څـــــــوک ناصــــــحه! هــغه تــش نصـــــــــــــــــيحــــتونه
ووايـــــــه شـــــاعــــــــــــره! حـــقـــــيقـــــت بــــــــې بــــــاکانـــــــــه
شـــيخ دې خـــــــپله ږيـــره کــــــــــــړي شــــــانـــه د بــــل دپـــاره
مـــــــا دی زړه بـــــايللــــــی پــــــــــــــه اوربـــل د جــــــانـــــــانـــه
چــيرته ســپينه ږيـــره چــــيرته ول ول تــــــــــــــورې زلفـــــــــې؟
چـــــــــيرته د بـــــو‌ډا تګ چـــــــــيرته تګ خـــــــــــــــرامـــــــانـــه
نور څــه تــرې نه غـــــــــــــواړم محبت غـــــواړم لــه ښــــــــــکلو
ده مــــــــــــا تــــه کافــــــي يــوه خـــــــــــــــــــــــندا صــــادقـــــانـه
هـــــــــر څــــــه ورکـــــول اهــــــــــــل تــه ښــــــه وي له نا اهــــــله
تــل لـــــــره نظـــــــــر اهــــــــــــــــــل نظـــــــر ته دوســـــــــــــــتانه
عقـــــله! ته ما پريږده! ســــــــــتا له لاســـــــه ډيـــر په تنګ يم
غــــــــواړمــــــــه ژونـــــــــدون لـــــــږ څه آزاد شــــــاعــــــــــرانه
ښــــه مــې په ځـــــــير ځــــــــير چــه وکــتل ســــــــــياســتونــه
مــــــــــکر و، فــــــــــــــريب و، غـــــــولـــول مـــــاهـــــــــــــرانه
وي به ډير ښــه لال
(۲) دســياست د ښـامـارخــــــــــــوله کښې
ورشـــــه کـــــــه لــــــــرې مـــــــنتر افــــسون ســـــــــــاحــــــرانه
مـــه غـــــــــواړۍ لـــه مـــا نـه ســــــــــــياســـي مـــهارتــــونــه
راغـــــــــلمـه پاک زړی ســـــــــــــــــــــياست نـه بيــــــــــــــګانه
هــغــه چــه د وخــت حــاکــــــــم تــه وايــي زمــــــــــــــــامــدار
ځـــــانتـــــه قــــايلـــــــــــــيږي په جــلب او ګاوخــــــــــــــــــانه
کلـــــه آزاديـــــــــــږي د عــــــمـــــرو اســــــير فــــــکـــرونـــه؟
خـــــــــــــدای دې د چـــــــا نــــه کــــــــــړي ذهنيت
(۳) غلامانه
وايـــي غـــــــلامــــــان په غـــــــــــــــلامئ باداران شــــــــوي
واوره د مـــــحـــــــــمــــــــود او ايــــــــازانـــــــو افســــــــانـه
مـــونــــږ لا اســــــــــــــيران يـــو د خـــانـــانـــو د پـــيـــرانـــو
يــــــو د مــــــــــکـر دام لــــــــــــــري او بـــــل يـــــي زولانـــــه
ګــــــرځـــــوي پـــه لاس کښـې د تســـــــــــبو دانـــې مـــــدام
مـــــه وايـــــه چـــــه دام د زاهـــــــــــــــــــــــد نه لـــــري دانـــــه
وږي يــــــــو بــــــربنــــــډ يو خـــــواري ده زمـونـږ په بـــرخه
بــرخـــــه د څـــــو تنــــو عـــــياشـــي بــې شــــــــــرمـــــانـــــــه
نـــه لـــري د جــــــوار دانـــې پــه کـــــــور کښــې دهــــقانان
تــــل د آغـــــا کـــــور کښـــــې د کــــــــباب پټــــــــه دانـــــــه
ډيــــر خــــــلــک پــه بنــد کښې دي د لــــــــــږو صـــاحــبانـو
خـــان او بيــــګ لــــــري د طلســــــــمونو جــــــــــــــېلخـــانـه
نــه شـــي پـــه چـــــل ول لـــه اســـــــــارته خـــــلاصـــــــــيدلی
يـــو اقـــــــدام پــــــــکار دی رنــــــــــدانـه او مــــــــــــــردانـــه
دا د خـــــــــان نـــــــوکـــر کــه هــر څـــــه بـــد وايــي الفت تــه
غـــــــــواړم لــــــــــــه آزادو قـضــــــــــــــــــــــاوت آزادانــــــــــه
 

ګل پاچا الفت
 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونې:

(۱)په روزګار کښې د حمزه صاحب شعر د مخه او ورپسې د الفت صاحب چاپ شوی دی. دا د الفت صاحب د تواضع نتيجه ده. هغه پخپله شعرونه دغسې ترتيب کړي وو. دلته د الفت صاحب شعر د مخه شو، ځکه چه د شعر د ايجاد د تاريخ له مخه دا يې حق دی.

(۲)لعل، پښتانه (لال) بولي. دلته دغه معنا څرګنده ده د ښامار په خوله کښې لعل د پخوانو فولکلوري افسانو يو مضمون دی. لال، په فارسي کښې ګونګي ته هم وايي دا دې ته هم اشاره کيدی شي چه د هغه وخت د مسلط سياست ښاماران زياتره په ژبه لال، يعنې ګونګي او تړتړي وو.سمه او څرګنده خبره يې نه کوله او په ساحرانه منتر او افسون غوندې خبرو به يې خلک تير ايستل.

(۳)
په اصل کښې: خدای دې چا نکړی ذهر نهيت. چه دا څرګنده طباعتي غلطي ده.
 

د پاڼې سر ته

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. د هر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي