د مقالو لومړی مخ

کـــــــــــــور

 

دپښتو ژبې د معياري ليکنې په اړه څو مهمې پرېکړې
 

په هره ژبه کښې د يو متحد او معياري ليکدود موجوديت ډېر ضروري او لازمي دی ، ځکه چې په هره ژبه کښې ډېر ې زياتې لهجې موجودې وي او که د يوې ژبې هر ليکونکي د ليکنې پروخت خپله معياري لهجه او ليکدود په پام کښې و نيسي او د هرې لهجې ويونکي پخپله سيمه ايزه لهجه ليکنه وکړي، نو په ټولنه کښې د لوستنې او له هغې څخه د مطلوبې پوهېدنې په لړ کښې خامخا ډېرې ستونزې را منيځ ته کيږي.
پښتون اولس چې د جغرافيوي موقعيت له مخې خور ور پروت دی اود طبيعي او سياسي موانعو له امله يې ژبه (( پښتو)) زياتې لهجې لري چې ځينو ژبپو هانو يې د ژبنيو څېړنو په نتيجه کې د لهجو شمېره (٧٠) ښودلې ده. همدغه لهجوي توپير د ليکدود (رسم الخط) يووالي ته ډېر زيان رسولی دی. پښتو پوهانو او عالمانو په ځانګړې توګه په دې وروستيو پنځوسو(50) کلونو کښې د دې نيمګړتيا د لرې کولو او ديو داسی معياري او متحد ليکدود د رامينځته کولو پاره چې ټولو ته يو شان د منلو او پوهېدو وړوی، نه ستړې کېدونکې علمي او عملي هڅې کړي دي.

لومړنۍ پرېکړه ( فيصله )
په 1321 هـ ش کال د جوزا په مياشت کښې ( 1942 ع جون ) د پښتو ټولنې په غوښتنه د افغانستان ( 25 ) تنو ليکوالو او پوهانو په پښتو ټولنه کښې غونډه وکړه او په (31) اختلافي موادو باندې يې له بحث څخه وروسته فيصله وکړه چې دا لاندينې کلمې بايد داسې وليکل شي:

اختلافي صورتونه فيصله شوی  صورت اختلافي صورتونه فيصله شوی  صورت
شونډې – شونډان شونډې شته - سته شته
کښېناست – کښېنوست کښېناست شي – سي شي
ټول خلق.. – ...ټوله خلق ټول خلق لږه ډوډۍ – لږ اوبه لږه ډوډۍ – لږې اوبه
ټولې خبرې- ټوله خبرې ټولې خبرې پاته – پاتې پاته
ښې خبرې – ښه خبرې ښې خبرې څه، څخه څخه
که راغلی وای ،که راغلی وی که راغلی وای غږ- ژغ – غګ –غاګ غږ- ژغ
لويه – لو لويه ځنې وايی – ځينې وايی ځينې وايي
تويه – تو تويه له ده ځنې – له ده ځينې له ده ځنې
مېړونه ،مړونه مېړونه چلوونکی – چلونکی چلوونکی
وليد – وليدو -وليدئ وليد،وموليد ( وليد) په ټولوماضي ګانو کښې  
ښونکی – ښوونکی ښوونکی ښوونځی – ښونځی ښوونځی
کښې – کښ – کې، له منځه .دغه يو شـــکل غوره شـــــو کښې
( پری – په ) په داسې مثالونو کې لکه : احمد سترګی لري مګر لار پرې نه ويني – ﻻ ر په نه ويني ، دلته، ﻻر پرې نه ويني سم دی .
       
اختلافي صورتونه فيصله شوی صورت اختلافي صورتونه فيصله شوی صورت
لُڅ – لوڅ ُلوڅ ويل – ويله ويل
وشو – وسو وشو ولاړ – لاړ ولاړ
شوی – سوی شوی وکړ – وکی – وکه کړ
وکړئ- وکئ وکړئ زما- زمونږ- ځما – ځمونږ زما ، زمونږ
مونږ موږ، مونږ زه – ځه زه
       
يادونه: ورسته بيا د درېيمي غونډې په فيصله کښې لومړۍ فيصله داسې تعديل شوه:
لومړۍ فيصله درېيمه فيصله ( تعديل )
پاته پاتې مونږ (مونږ – موږ ) دواړه صورتونه
لڅ لوڅ ولاړ. ( ولاړ – لاړ ) دواړه صورتونه و منل شول.
       
دويمه فيصله      
په 1327 هـ ش کال د سنبلې په (م ( 1948 ع داګست 30 مه ) په کابل کښې د پښتو ټولنې په غوښتنه د لرې او برې پښتو نخوا (19) تنو پښتنو ليکوالو او پوهانو د پښتو د ليک د ځينو اختلافي موادو په باب داسې فيصله وکړه:
 اختلافي صورتونه  فيصله شوی صورت اختلافي صورتونه فيصله شوی صورت
ڼ – نړ ڼ زه ، ته، ده – زۀ، تۀ ، ده ( زه ، ته ، ده ) بې همزې ټولو د غسې مثالونو
آورېدل – اخيستل – اورېدل، اخيستل اورېدل – اخيستل ( بی مده ) وليد، وګوره ، اوليده ،اوګوره وليد، وګوره ( بې الفه )
م - د  ، پر  ( زير سره ) ، لاندې، باندې مې، دې، پرې، لاندې، باندې لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته ، بوخت لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته  بو خت
چاپ، ګړۍ – چهاپ ، ګهړۍ چاپ، ګړۍ    
( ښ )...... دا توری به د (( ش )) او (( خ )) په ځای نه ليکو  
( ږ ) دا توری به د (( ژ )) او ((ګ)) په ځای نه ليکو  
(ځ) دا توری به (( تلل )) د مصدر په حال فعل او د غسې نورو افعالو کښې ليکو لکه : ځی ، راځی
ژوند، جوند، زوند ژوند( په د غسې لغاتو کښې به له (( ژ )) نه کاراخلو  
ځينې- ځنې د بعضې په معنا به ( ځينې ) او د ( از ) په معنا به ( ځنې ) ليکو
ويل – وی ويل ( يوازې په شعر کښې (( وی )) جايزدی )
کښې ، کښ کښې    
د ماضي بعيد ضميرونه ( وم، وو ، وې ، ؤ ، وه ، و، وې ) يعنې د مفرد غايب لپاره يو ( و ) او د جمع لپاره دوه ( وو ) ليکل کېږی
د شول د مصدر مشتقات شوم- شوو- شوې – شوی –شول –شوه وليدل بايد داسې وليکو: وليد- وکوت – وکړ مګر وتاړه، وواهه بايد په اخره کښی (ه ) ولري.
       
دريمه فيصله
په 1337 هـ ش ( 1958 ع ) کال چې د پښتو ټولنې په بلنه د پېښور، او بلوچستان پښتانه ليکوال او پوهان کابل ته د خپلواکۍ د جشن په ورځو کښې راغلي وو، د سنبلې په پنځمه ( د اګست په 27 مه ) د پښتو ليک په باب مجلسونه او اد بي بحثونه شروع شول. وروسته له څو غونډو او ډېرو څېړنو او بحث څخه د ځينو اختلافي موادو په باب دا ډول فيصله صادره شوه:
 اختلافي صورتونه  فيصله شوی صورت اختلافي صورتونه فيصله شوی صورت
ځمکه-مځکه – زمکه ځمکه سيوری-سوری سيوری
زمری – مزری – ځمری زمری اخلم-اخلې-اخم،اخی-الم ، الې اخلم، اخلې
کښته – ښکته – خکته کښته بښل- بښنه =بخښنل= بخښنه بښل-بښنه
پښه – ښپه – خپه پښه ماسپښين-مازپښين-ماپښين ماسپښتن
کښلی – ښکل ( د ليکلو اوويستلو په معنا ) کښل کوم-کم کوم
کښلی ( ښايست په معنا ) ښکلی اغږل- اخښل –اخل اغږل
ماسخوتن – ماخوستن ماسخوتن نمړۍ-مړۍ-نوړۍ نمړۍ
ورځ – روځ ورځ زوی، زامن = ځوی، ځامن زوی- زامن
موږی – ميږوی موږی زېږېدل- -ځېږېدل زېږېدل
لوېشت – ولېشت لوېشت – لوېښت زغستل – ځغستل زغستل
ورک – روک ورک زلمی – ځلمی زلمی
خسر – سخر خسر سوځل، سېځل = سوزل ، سېزل سوځل - سېځل
خوسا – سخا خوسا خوځېدل – خوزېدل خوځېدل
سکروټه – سروټکه – سکوروټه سکروټه غورځنګ – غور زنګ غورځنک
ورور- رور ورور زغمل – ځغمل زغمل
وروڼه – روڼه وروڼه ژرنده – زرنده – جرنده ژرنده
ورورولي – رورولي ورورولي ژبه – زبه – جبه ژبه
وروسته – روسته –روستو وروسته ژړا – زړا – جړا ژړا
وروستی – روستی وروستی ژوند – زوند – جوند ژوند
ژمی – زمی – جمی ژمی اوبدل – اودل – اوبل اوبدل - اودل
ژوبل- زوبل –جو بل ژوبل نښتل – مښتل نښتل
خيژي – خېزي – خيجی –خيژی خيژي بزرګان، ملکان = بزرګانان – ملکانان بزرګان - ملکان
ژۍ – زۍ – جه ژۍ وزه – بزه –بيزه  وزه
ژور – زور – جور ژور کارغه – قارغه – کارګه کارغه
نژدې – نزدې – نږدې نژدې ڼ – ڼر ڼ
لمر – نمر – نور – مر – مېر لمر – نمر کجير – قجير کجير
نمسی – لمسی – نوسی. لمسی – نمسی ټوکه – پړک – چکړې ټوکه - پړک
لمونځ – نمونځ – مونځ لمونځ ټوقه – پړق – چقړی چکړې
نمانځنه، لمانځنه – مانځنه نمانځنه – لمانځنه زړۀ – زړه  زړه
پسرلی- سپرلی پسرلی – سپرلی تۀ – ته  ته
ږغ – غږ – ژغ ږغ – غږ زۀ – زه – ځه زه
کنځل – ښکنځل کنځل – ښکنځل لوی – لو لوی
مينځل – وينځل مينځل – وينځل دوی-دوئ  دوی
لامده- لانده لامده- لانده هغوی – هغوئ هغوی
جينۍ – نجلۍ – جلۍ – جيلۍ جينۍ – نجلۍ لويديز- لوېديځ – لوئيديز لوېديز
لمبر – نمبر.  لمبر وويل – اووئيل وويل
نولس – نونس نونس يو، اينده ، يؤ-ا ئينده يو - اينده
وېره – بېره – ايره وېره     ې   ( مجهول يا )  
ويبده – بيده – اوده ويده ...بې ځايه او د معروفۍ ياء په ځای استعمال نه شي
وياله – بياله – واله وياله    
       

پای.
.

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !