کـــــــــــــور
د ليک نښې نښانې
د ليک دود د ښه والي په لړ کښې ځينې اشارې، علامې او نښې نښانې هم شته چې په هر ليکنه کښې د هغو خيال ساتل لازمي او ضروري دي. بې نښو نښانو ليکنه د لوستونکو لپاره ډېرې ګرانۍ پيښوي او ځينو ځايونو کښې ترې سمه معنی هم نه اخيستل کيږي، له دې کبله غواړو چي دغه نښانې په لنډ ډول بيان کړو تر څو چې د ليک دود نيمګړی پاتې نشي. ١.ټکی (.) : دا نښه د پوره جملې په پای کښې اېښودل کېږي او د جملې تماموالی ښيي. لکه : له پروت زمري نه ګرځنده ګيدړ ښه دی. چپه پېښ (،) دا نښه د يوې لنډې وقفې لپاره پکاريږي. په يوه جمله کښې چې سړی غواړي لږ غوندې ځنډوکړي،نو دغه نښه راوړل کېږي.مګر زياته د کلمو او نيګړو خبرو تر مينځ د عطف لپاره راځي. لکه : زلمی،توريالی،تورپيکۍ او ګل مکۍ په امتحان کښې بريالي شول. (،) دې نښې ته ( تړونی ) وايو. ٣.ټکی او چپه پېښ (؛) دا نښه د زياتې وقفې لپاره پکاريږي، مګر دکلمو تر مينځ نه راځي بلکې د هغو مرکبو جملو په مينځ کښې راوول کېږي چې په معنی کښې يو له بله تړلې وي. لکه : له هغه علم څخه چې اخلاق ورسره نه وي؛ ناپوهي غوره ده. دوه ټکي ( : ) دا نښه ديوې د سپړنې او څارنې علامه ده، يعنې د هغې کلمې يا جملې په پای کښې ليکل کېږي چې وروسته ورپسې شرح او تفصيل راځي. لکه : د ژوندانه دکاميابۍ ستنې دادي : پوهه،روغتيا،روزنه او اخلاق. بل لکه : په پښتو کښې ډېر لوی شاعران تېر شوي دی لکه : ښکارندوی،ريدی خان ،خوشحال خان او نور. نوټ : دې نښې ته ( څرګندنی ) هم وايو. سواليه ( ؟ ) دا نښه د سوال او پوښتنې په وخت کښې راوړل کېږي. يعنې د هر ډول سواليه جملو په پای کښې راځي، دې نښې ته ( تپوسنۍ ) ويلای شو . لکه : بې عمله علم څه پکار دی ؟ ( !) دا نښه د غږ او ندا په وخت کښې پکاريږې. لکه : ای زلميه ! دلته راشه ! مګر په اصل کښې د خبر دار او تنبيه نښه ده او په دې و جه د مخاطب امر په اخر کښې هم راځي . لکه : ورونو ملاوتړئ ! دوطن ناموس وساتئ ! کش (_) دا نښه د يوې جملې د بېلونې لپاره ليکل کېږي، په سوال او ځواب کښې د هرې جملې په سر کښې راځي او سوال او ځواب سره بېلوي . لکه : زلمي وويل : تورياليه څه کوې ؟ _ خط ليکم. چاته ؟ _خپل ورورته دا به د دوو کلمو د بېلوالي لپاره هم په داسې وخت کښې راځي چي د هري کلمې خپلواکی ، ځانله والی مقصد وی لکه : صرف_نحو_بديع_بيان دوه غبرګ کشونه (=) دا نښه د دوو نومونو يا خيرو د برابرۍ او مساوات ښودلو لپاره راځي . لکه : ٢+٢=٤ دې نښې ته ( سم سمۍ ) وايو. دوه کونټی خطونه ( ) دا نښه د خاصو نومونو، د توجه وړ شيانو او په مينځ کښې را لوېدلو جملو د ښودلو لپاره ليکل کېږي. لکه : زه غواړم سبا ته له زمری سره ( چي زما يو ښه ملګری دی ) د کابل موزيم وګوم. زما ورور (احمد) په ټولګی کښې اول لمبر دی. دې نښې ته ليندۍ وايو. دوه غبرګی ليندکۍ (( )) ددې نښې په مينځ کښې د بل چا خبره ، نظريه يا د يو کتاب عبارت او يا د زاتې توجه وړ نا اشنا کلمه راوړل کېږي . لکه : سيدجمال الدين وايي : (( هر پرهيزګار عالم چېرې د شريعت په اساس کښې فکر وکړي،نو دا به ورته معلومه شي چې د ژوندانه پوهنې او علمونه له دين سره هيڅ مخالفت نه لري.)) څو ټکی (...) کله چې يو ليکونکی د يو نوم يا يوې خبرې څرګندول نه غواړوي،نو په ځای يې يو څو ټکی ږدي او ورځنې تېرېږي. لکه : ماته دپښتو ..... ښه معلوم دی. درې ستوري *** دانښې ديوې رسالې يا يوې مقالې د يوې برخې د تمامېدو او د بلې برخې د شروع کيدو په مينځ کښې ليکل کېږي، يعنې يو بحث له بل څخه بېلوي.
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !